لنډیز

زموږ د مدني فعالیتونو د مرکز حضوري فعالیتونه د کووېډ-19 له امله بند شوي دي. مخکې له دې چې د مدني فعالیتونو مرکز بیا پرانېزو، شورا د داسې پلانونو په طرحه کولو باندې بوخته ده چې له مخې به يې ډېری خدمات په آنلاین ډول وړاندې کېږي، د هغو کسانو ملاتړ به کېږي چې په ډجيټلي لاسري کې ستونزې لري او د ټولنیز واټن اقدامات به معرفي ک. موږ په پلان کې لرو چې خپل نوي خدمات د 2020 کال په ډسېمبر میاشت کې بېرته پرانېزو او غواړو زموږ د دې وړاندیز په اړه ستاسو نظر واورو.

موږ ولې د بدلون لپاره پلان لرو

ځايي اوسېدونکو موږ ته وويل چې د مدني فعالیتونو په مرکز کې شورماشور بيخي ډېر دی، ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده، او دا زموږ لپاره ډېره ستونزمنه وه چې په دې پوه شو چې چېرته لاړ شو. د مراجعينو ګڼې ګوڼې همدارنګه موږ ته دا ستونزمنه کړې وه چې په دوامداره توګه هغو کسانو ته چې زموږ مرستې ته ډېره اړتیا لري په لوړ کیفیت سره خدمات وړاندې کړو.

د کرنتين په جریان کې، شورا د ځايي اوسېدونکو او سوداګریو لپاره د اړيکو نوې لارې چارې چې د تګ اړتیا پکې نه وه، معرفي کړې. دغه اړيکې معمولاً د تلفون، ويډیويي تماسونو او برېښناليک له لارې ترسره کېدلې. موږ همدارنګه پر خپله وېب پاڼه پانګونه کوو او د تلفوني اړيکو په خپل مرکز کې مو اصلاحات راوستي ترڅو مراجعین وکولای شي له بل هر وخت څخه په آسانۍ او چټکۍ سره خپل د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کړي.

موږ په دې باور یو چې څومره ډېر چې خلک له کوره کار وکړي، هومره به کارونه آسانه وي، او دا چې د وېب پاڼې او تلفون له لارې د خدماتو وړاندې کول د حضوري خدماتو په پرتله ډېر ارزانه تمامېږي، دا به له شورا سره مرسته وکړي ترڅو اضافي پیسې سپما کړي او بېرته په نورو هغو برخو کې سرمایه ګذاري کړي چې د Lambeth ټولنه اړتیا ورته لري.

موږ د څه ډول بدلون پلان لرو

زموږ وړاندیز دا دی چې نوي حضوري خدمات به په ځانګړي ډول د لاندې کسانو لپاره چمتو کېږي:

د هغو کسانو لپاره چې په سختۍ سره کولای شي یا هېڅ نشي کولای زموږ د شورا خدماتو ته د تلفون له لارې لاسرسی ولري، او مخامخ ملاتړ ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول د ځینو دلایلو له امله، لکه: کله چې انګلسي لومړنۍ ژبه نه وي، د رواني نارغویو وضعیت، په زده کړه کې ټنبلي، د حس یا وینا معلولیت. په کور کې کمپیوټر او سکنر ونلري، یا يې استعمال ت اړتیا ولري. د بېکورۍ له خطر سره مخ وي د شورا له خدماتو سره قرار د ملاقات ولري.

دا به له خدماتو سره مرسته وکړي ترڅو د مراجعینو د وړو ګروپونو لپاره له مخکې څخه په لوړ کیفیت خدمات وړاندې کړي. موږ په پلان کې لرو چې د مدني فعالیتونو د مرکز سطحه/غولی له سره ډیزان کړو او په خپلو کارمندانو او تکنالوژۍ باندې پانګونه وکړو ترڅو وکولای شو لاندې خدمات چمتو کړو:

د ښه راغلاست خوندي او آرام چاپېریال د خپلو کارونو د څرنګوالي لپاره واضح ارتباطات او نښې د پېرودنکو لپاره اصلاح شوی محرمیت په لوړه کچه روزل شوي کارمندان چې وکولای شي د پېرودونکو غوره خدمات وړاندې کړي او د افرادو اړتیاوو ته په ښه توګه رسيدګي وکړي پرمختتلې تکنالوژي چې پېرودونکي وکولای په اسانه توګه له خدماتو استفاده وکړي داسې ساحه رامنځ ته کول چې د معلولیت لرونکو وګړو د خوځښت اړتیاوې پوره کړي. داسې ساحه رامنځ ته کول چې د وایروس پر وړاندې ستاسو خوندیتوب تضمين کړي

دغه سروې به د Lambeth شورا له خدماتو سره ستاسو د رابطې، د رابطې د مېتود، هغه تغیرات چې موږ غواړو په دغه خدمت کې يې راولو، او همدارنګه د سطحې/غولي د ډیزان او بڼې په اړه پوښتنې مطرح کړي. یاده سروې باید له 15 دقيقو ډېر وخت ونه نيسي او موږ غواړو له ترلاسه شوو پایلو څخه په استفادې سره ستاسو وړاندیز نور هم پیاوړی کړو. له ګډون څخه مو مننه!

T